انصار: (د غبرګولی۲۷مه)، د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۹۶ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۲۹۶ او د زخمیانو شمیر ۸۵ زره ۱۹۷ تنو ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۰ کسان شهیدان او ۹۵ نور ژوبل شول.
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې تر لسو زرو زیات کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32092
قرأ